د سرشمیرنې او سروې د ارقامو پروسس، پاکول او د ارقامو د لوړ کیفیت څخه ډاډ ترلاسه کول.
وظایف و مسئولیتها
تخصصي دندې:
- د سروې او سرشمیرنې د ارقامو د کیفیت د کنټرول په موخه د کاري طرزالعملونو پلې کول.
- د ساحې څخه راټول شويو ارقامو د کمیت او کیفیت بررسې.
- د ساحې څخه ترلاسه شويو پوښتنلیکونو د جغرافیایي مختصاتو چک او بررسې کول.
- د معیاري شاخصونو په پام کې نیولو سره د مناسبو وسیلو په چمتو کولو کې همکاري د ساحې د ارقامو د کیفیت د کنټرول لپاره.
- د سروې او سرشمیرنې د راټول شويو ارقامو پاکول.
- د احصاییوي سافټویرونو په کارولو سره د متغیرو او مقدار لیبل کول.
مدیریتي دندې:
- عمومي پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتوکول.
- د ادارې د رهبرۍ د خبرتیا په موخه د اړوندې څانګې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د میاشتني، ربعوار او کلني راپورونو وړاندې کول.
- د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د هدفونو سره سم د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د ذیصلاح مقاماتو له خوا سپارل کیږي.
همغږۍ دندې:
د چارو د لاښه والي په موخه د اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ چمتو کول.