د صنعت د حسابونو چمتو، تنظیمول او د اړوندې څانګې اضافه ارزښت اندازه کول.
تخصصي دندې:
- د صنعت د حسابونو (د کانونو استخراج، تولیدي صنایعو، بریښنا، اوبو، ګازو او ودانیو) د درې میاشتني او کلني ارقامو اضافه ارزښت اندازه کولو څرنګوالي او کنټرول.
- د صنعت د حسابونو د درې میاشتني او کلني لګښتونو د اندازه کولو مدیریت.
- د احصاییوي کلني کتاب کې د خپرولو لپاره د صنعت حسابونو جدولونو او ګرافونو چمتو او تنظیم کولو څخه مدیریت او کنټرول.
- د کورني ناخالص محصول تنظیمولو لپاره د صنعت حسابونو اضافه ارزښت اندازه کول.
مدیریتي دندې:
- عمومي پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتوکول.
- د ورکشاپونو، سیمینارونو او کاري روزنې له لارې مسلکي مهارتونه کارکوونکو ته لیږدول.
- د کارمندانو د کړنو ارزونې ترڅنګ د د کارونو د ښه ترسره کولو په موخه د کارکوونکو هڅونه او د دوی روزنیز اړتیاوې په ګوته کول او د هغوی وړتیا لوړول.
- د ادارې د رهبرۍ د خبرتیا په موخه د اړوندې څانګې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د میاشتني، ربعوار او کلني راپورونو وړاندې کول.
- د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د هدفونو سره سم د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د ذیصلاح مقاماتو له خوا سپارل کیږي.
همغږۍ دندې:
- د چارو د لاښه والي په موخه د اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول.