د مالي او پولي حسابونو د ارقامو چمتو کول، تنظیمول او اندازه کول.
وظایف و مسئولیتها
تخصصي دندې:
- د دولت د عادي او انکشافي بودیجې لپاره د عوایدو او لګښتونو د ارقامو چمتو کول.
- د بانکي فعالیتونو د ارقامو چمتو کول، د هغه پیسو په ګډون چې په دوران کې دي، موجوده پیسې په خزانه کې او د پیسو د تبادلې نرخونه.
- د ناخالص کورني محصول اندازه کولو لپاره د ملي محاسبې په بڼه د خصوصي او دولتي بانکونو د فعالیتونو د ارقامو چمتو او تنظیمول.
- د کابل او ولایتونو د ښاروالیو د عوایدو او لګښتونو د ارقامو ترتیب او چمتو کول.
- د افغانیو په مقابل کې د بهرنیو اسعارو د اوسط تبادلې نرخ اندازه کول.
- په احصاییوي نشریو کې د خپرولو لپاره د مالي او پولي سکټور د جدولونو او ګرافونو چمتو کول.
- اسنادو ثبتول، ساتل او د دوسیو منظم سیسټم رامینځته کول.
مدیریتي دندې:
- عمومي پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتوکول.
- د ادارې د رهبرۍ د خبرتیا په موخه د اړوندې څانګې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د میاشتني، ربعوار او کلني راپورونو وړاندې کول.
- د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د هدفونو سره سم د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د ذیصلاح مقاماتو له خوا سپارل کیږي.
همغږۍ دندې:
- د چارو د لاښه والي په موخه د اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ چمتو کول.