Job Detail

د قوانینو او مدیریت استاد

Date Posted: Dec 04, 2023
Views: 1670

Job Detail


Job Description

خلاصه شغل

ورکشاپونو او غونډو د جوړولو او داېرولو له لارې د کارکوونکو له اړتیاوو سره سم د مناسبو لارو او مېتودونو څخه په ګټې اخیستنې سره د مدیریت او قوانینو د ښوونیزو برنامو وړاندې کول.

تخصصي دندې:

  • د کارکوونکو له اړتیاوو سره د مناسبو او سمو ښوونیزو برنامو وړاندې کول.
  • د کارکوونکو د اړتیاوو پر بنسټ د درسي موادو چمتو کول او د زده ‌کړې لپاره د مناسب چاپېریال رامنځته کولو څخه ډاډه کېدل.
  • ګډونوالو ته د درسي پرزنټېشنونو ترتیب او وړاندې کول.
  • د ښوونیزې برنامې ارزونه، د ارزونې د راپور ترتیب او اړوند آمر ته یې وړاندې کول.
  • د اړوند آمر سره په همکارۍ د راتلونکو پروګرامونو د تنظیم په موخه د هغو کارکوونکو د لیست چمتو کول او ترتیبول چې په ښوونیزو پروګرامونو کې یې ګډون کړی وي.
  • له معتبرو سرچینو څخه په ګټې سره د مدیریت او قوانینو اړوند په معیاري بڼه د ښوونیزو موادو ترتیب او تنظیمول.

مدیریتي دندې:

  • عمومي پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتوکول.
  • د ادارې د رهبرۍ د خبرتیا په موخه د اړوندې څانګې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د میاشتني، ربعوار او کلني راپورونو وړاندې کول.
  • د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د هدفونو سره سم د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د ذیصلاح مقاماتو له خوا سپارل کیږي.

همغږۍ دندې:

د ښوونیزو پروګرامونو د جوړلو لپاره د ادارې له اړوندې برخې سره همغږي کول.

 

Job Requirements

مهارت‌های مورد نیاز

الف: د هېواد یوې ملي ژبې پښتو یا دري باندې پوره حاکمیت او له انګلیسي ژبې سره بلدتیا (لیکل او لوستل).

ب: دندې پورې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې پوهه او مهارت لرل.

شرایط

د دندو دا لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون د ۷، 8 او ۳۴ مادو په  پام کې نیولو له لاندینیو حداقل شرایطو سره ترتیب شوې ده:

  1. د زده کړې کچه او څانګه:

لږترلږه د لیسانس تر کچې تحصیلي سند په: اقتصاد، عامه اداره، اداره او مدیریت، د تجارت اداره، حقوق، عامه پالیسي، ادبیات، ټولنپوهنه، شرعیات(فقه او قانون)، ښوونیز مدیریت او د بشري سرچینو مدیریت کې د کورنیو او بهرنیو ملي او نړیوالو تحصیلي موسسو څخه تحصیلي سند درلودل په یادو څانګو کې لوړو تحصیلي درجو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

  1. کاري تجربه:

الف: لږترلږه یو کال د دندې پورې اړوند کاري تجربه لرل د لیسانس لپاره.

 

Skills Required

Submission Guideline:

علاقمندان واجد شرایط میتوانند بصورت آنلاین به لینک ذیل (https://forms.gle/1WbuLvbxA7R78SVi9)

مراجعه نموده اسناد های خویش را با ضمایم آن (کاپی تذکره تابعیت، اسناد تحصیلی، مدارک تجربه کاری) ثبت فورم درخواستی آنلاین نمایند.

 

Submission Email:

https://forms.gle/1WbuLvbxA7R78SVi9

Job is expired

Related Jobs