Job Detail

د خدمتونو د حسابونو آمر

Date Posted: Dec 04, 2023
Views: 1030

Job Detail

  • Location:
    کابل-افغانستان
  • Type:
    Full Time/Permanent
  • Shift:
  • Career Level:
  • Positions:
    1
  • Vacancy number:
  • Experience:
    2 Year
  • Gender:
    Male
  • Salary:
    As per Company salary scale
  • Degree:
  • Apply Before:
    Dec 10, 2023

Job Description

خلاصه شغل

د ملي محاسبې په سیسټم کې د خدماتو حسابونو د اندازه کولو مدیریت، بیاکتنه، څارنه او کنټرول.

وظایف و مسئولیت‌ها

تخصصي دندې:

  1. د چارو د ښه او پر وخت اجراء کولو لپاره اغیزمن میکانیزم رامینځته کول.
  2. په جاري او ثابت نرخونو کې د خدماتو حسابونو د اضافه ارزښت اندازه کول، اقتصادي ودي، د سکټورونو فیصدۍ او د سړي سر ناخالص کورني تولید څخه څارنه د احصاییوي کلني کتاب او د ادارې د نورو نشریو د نشرولو په موخه.
  3. د خدماتو حسابونو د څانګې د جدولونو او ګرافونو ترتیب او تنظیمولو څخه څارنه او کنټرول د احصاییوي کلني کتاب او د ادارې د نورو نشریو د نشرولو په موخه.
  4. د ناخالص کورني محصول د تدوین لپاره د عرضی او استعمال په جدولونو کې د عرضه شویو توکو د اندازه کولو او ترتیب څخه څارنه او کنټرول.
  5. د ملي او نړیوالو بنسټونو د غوښتنې سره سم د خدماتو حسابونو څانګه کې د معلوماتو ترتیب او تنظیمولو څخه څارنه او کنټرول.
  6. د خدماتو د حسابونو د ارقامو ترتیب، تنظیم، توحید او تحلیل څخه څارنه او کنټرول.
  7. د خدماتو حسابونو څانګې په ارقامو کې د تشو پیژندل او د ارقامو کیفیت لوړولو لپاره اړینه طرحه جوړول.

مدیریتي دندې:

  1. عمومي پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتوکول.
  2. د ورکشاپونو، سیمینارونو او کاري روزنې له لارې مسلکي مهارتونه کارکوونکو ته لیږدول.
  3. د کارمندانو د کړنو ارزونې ترڅنګ د کارونو د ښه ترسره کولو په موخه د هڅونه او د دوی روزنیز اړتیاوې په ګوته کول او د هغوی وړتیا لوړول.
  4. د ادارې د رهبرۍ د خبرتیا په موخه د اړوندې څانګې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د میاشتني، ربعوار او کلني راپورونو وړاندې کول.
  5. د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د هدفونو سره سم د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د ذیصلاح مقاماتو له خوا سپارل کیږي.

همغږۍ دندې:

  1. د ارقامو ترلاسه کولو او د اړوندو سرچینو د همکارۍ راجلبولو لپاره د کورنیو او نړیوالو ادارو سره د دوامداره اړیکو ټینګول.
  2. د چارو د لاښه والي په موخه د اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول.
 

Job Requirements

مهارت‌های مورد نیاز

: د هېواد یوې ملي ژبې پښتو یا دري باندې پوره حاکمیت، له انګلیسي ژبې سره بلدتیا (لیکل او لوستل) او دندې پورې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې پوهه او مهارت لرل.

شرایط

د دندو دا لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون د ۷، 8 او ۳۴ مادو په پام کې نیولو له لاندینیو حداقل شرایطو سره ترتیب شوې ده:

د زده کړې کچه او څانګه:لږترلږه د لیسانس تر کچې تحصیلي سند په: اقتصاد، احصایه، د تجارت اداره، احصایه او کمپیوټر او زراعتی اقتصاد کې د کورنیو او بهرنیو ملي او نړیوالو تحصیلي موسسو څخه تحصیلي سند درلودل په یادو څانګو کې لوړو تحصیلي درجو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

کاري تجربه: لږترلږه دوه کاله د دندې پورې اړوند کارې تجربه لرل .

 

Skills Required

Submission Guideline:

علاقمندان واجد شرایط میتوانند بصورت آنلاین به لینک ذیل (https://forms.gle/YxMqzytYkZHnRPjv6)

مراجعه نموده اسناد های خویش را با ضمایم آن (کاپی تذکره تابعیت، اسناد تحصیلی، مدارک تجربه کاری) ثبت فورم درخواستی آنلاین نمایند.

 

Submission Email:

https://forms.gle/YxMqzytYkZHnRPjv6

Job is expired

Related Jobs