د تحلیل او تجزیې لپاره د کانونو د احصاییو د ارقامو ترتیب او تدوین.
تخصصي دندې:
- د ښه او کره معلوماتو د لاسرسي لپاره ډیټابیس کې د کانونو د ارقامو داخلول.
- د احصاییوي کلني کتاب لپاره د هیواد د کانونو د احصاییو د توحیدي جدولونو چمتو او ترتیبول.
- د کانونو د استخراج د مقدار او ارزښت سره سم د ارقامو توحیدول.
- د کانونو د استخراج معیاري احصاییوي فورمونو د طرحې او پراختیا په اړه د نظریاتو وړاندې کول.
- د اسنادو فایلنګ او د دوسیو منظم سیسټم رامینځته کول د لازمو اسنادو د ساتلو په موخه.
مدیریتي دندې:
- عمومي پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتوکول.
- د ادارې د رهبرۍ د خبرتیا په موخه د اړوندې څانګې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د میاشتني، ربعوار او کلني راپورونو وړاندې کول.
- د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د هدفونو سره سم د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د ذیصلاح مقاماتو له خوا سپارل کیږي.
همغږۍ دندې:
د چارو د لاښه والي په موخه د اړوندو څانګو سره د اړیکو او همغږۍ ټینګول.