تخصصي دندې:
- د آسان خدمت د نویو مرکزونو جوړول.
- د آسان خدمت د مرکزونو د خدمتونو د وړاندې کولو او نظم څخه ډاډ ترلاسه کول.
- د وزارتونو او دولتي ادارو سره د اغیزمنو کاري اړیکو رامنځته کول.
- د اسان خدمت د فعالیتونو او برنامو څخه په وزارتونو او دولتي ادارو کې منظمه څارنه.
- د اسان خدمت د عملیاتي لارښوونو سره سم د کیفیت کنټرول څخه ډاډ ترلاسه کول.
مدیریتي دندې:
- عمومي پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتوکول.
- د ادارې د رهبری د خبرتیا په موخه د اړوندې څانګې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د میاشتني، ربعوار او کلني راپورونو وړاندې کول.
- د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د هدفونو سره سم د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د اړونده آمر/ ذیصلاح مقاماتو له خوا سپارل کیږي.
همغږۍ دندې:
- د کاري پروسو چټک اجرا کولو او د اسانتیاوو برابرولو په موخه د اړوندو څانګو سره همغږي کول.
- د چارو ښه اجرا کولو لپاره د اسان خدمت د نورو څانګو سره همغږي کول.