Job Detail

د عامه خدمتونو د مرکزونو د انسجام کار پوه

Date Posted: Dec 23, 2023
Views: 1160

Job Detail


Job Description

تخصصي دندې:

  1. د ورستیو کړنو لپاره د اړونده ادارو د هدایاتو او وړاندیزونو په ترلاسه کولو کې له ادارو سره همکاري.
  2. د آسان خدمت د مرکزونو د ټولو کړنو او لاسته راوړنو په منعکس کولو کې همکاري او د ډله ایزو رسنیو له لارې د ټولنې ټولو برخو ته د معلوماتو شریکول.
  3. د آسان خدمت په مرکزونو کې د نوښت رامنځته کول او د خدمتونو په وړاندې کولو کې همکاري کول.
  4. د آسان خدمت په مرکزونو کې د ټولو ستونزو په حل کې همکاري.
  5. د نورو څانګو سره د اړیکو ټېنګول او د ورځنیو چارو د ښه کولو لپاره ګټورو مشورو وړاندې کول.
  6. د اړونده آمر په لارښوونه د استعلامونو، مکتوبونو او نورو اړینو اسنادو لیکل او ترتیبول او پر وخت يې اجرا کول.

مدیریتي دندې:

  1. عمومي پلان سره سم، ټاکل شویو موخو ته د رسېدو لپاره میاشتني، ربعوار او کلني کاري پلان چمتوکول.
  2. د ادارې د رهبرۍ د خبرتیا په موخه د اړوندې څانګې د لاسته راوړنو او فعالیتونو په اړه د میاشتني، ربعوار او کلني راپورونو وړاندې کول.
  3. د قوانینو، مقرراتو او د ادارې د هدفونو سره سم د ټولو هغو دندو ترسره کول چې د اړونده آمر/ ذیصلاح مقاماتو له خوا سپارل کیږي.

همغږۍ دندې:

  1. د کاري پروسو چټک اجرا کولو او د اسانتیاوو برابرولو په موخه د اړوندو څانګو سره همغږي کول.
  2. د چارو ښه اجرا کولو لپاره د اسان خدمت د نورو څانګو سره همغږي کول.

 

Job Requirements

د دندو دا لایحه د ملکي خدمتونو کارکوونکو د قانون د ۷، ۸ او ۳۴ مادو په  پام کی نیولو له لاندینیو حداقل شرایطو سره ترتیب شوې ده:

  1. د زده کړې کچه او څانګه:

لږترلږه د لیسانس تر کچی تحصیلي سند په: اداره او تجارت، اقتصاد، عامه اداره، عامه پالیسۍ، حقوق او سیاسی علوم، اداره او مدیریت، د پروژې مدیریت، ارتباطات، نړیوالې اړیکې، د پراختیا مدیریت، دولتی مدیریت د کورنیو او بهرنیو ملي او نړیوالو تحصیلي موسسو څخه سند درلودل په یادو څانګو کې لوړو تحصیلي درجو ته لومړیتوب ورکول کیږي.

  1. کاري تجربه:

 الف: لږترلږه یو کال د وظیفې پورې اړونده کاري تجربې لرل.

  • د هېواد یوې ملي ژبې پښتو یا دري باندی پوره حاکمیت، له انګلیسي ژبې سره بلدتیا (لیکل او ویل).
  • دندې پورې اړوند کمپیوټري پروګرامونو کې پوهه او مهارت لرل.

Skills Required

Submission Guideline:

رهنمود تکمیل فورم درخواستی:

علاقمندان واجد شرایط میتوانند بصورت آنلاین به لینک ذیل (https://forms.gle/n2CgNQjmQQcauF6a7)

مراجعه نموده اسناد های خویش را با ضمایم آن (کاپی تذکره تابعیت، اسناد تحصیلی، مدارک تجربه کاری) ثبت فورم درخواستی آنلاین نمایند.

Submission Email:

https://forms.gle/n2CgNQjmQQcauF6a7

Job is expired

Related Jobs